رادمنش: ننګرهار کې پر افغان سرتېرو د برید په اړه څېړنې کوو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په ننګرهار کې پر افغان سرتېرو د وسله والو د برید په اړه څېړنې کوي.

په ننګرهار کې یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې داعش پورې تړلو وسله والو د هسکې مینې په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې ناڅاپي برید کړی او ۱۷ سرتېري یې وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"هغه پېښه چې د ننګرهار په هسکې مېنه کې رامنځ ته شوې، سیمې ته یو هیئت تللی، د پېښې په اړه څېړنه کوي له دې څېړنې وروسته چې ۲۰۱ قل اردو یې کوي، موږ رسنیو ته د دې نتایج اعلانوو."

خو ښاغلي رادمنش وویل چې د جمعې په ورځ په ننګرهار او کونړ کې دوی پوځي عملیات کړي او د حکومت مخالفو وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.