خوګیاڼی: پاکستاني ملېشو د ننګرهار پر لعلپوري۲۰۰ توغندي توغولي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ملېشو پر لعلپورې ولسوالۍ شااوخوا دوه سووه توغندي توغولي دي.

یاد چارواکي وايي، د جمعې ورځې له سهار راهیسې د ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښې هاخوا سیمو څخه پر لعلپورې ولسوالۍ توغندیز بریدونه پيل شوي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، تر دې دمه شااوخوا دوه سووه مرمۍ د لعلپورې ولسوالۍ پر مختلفو سیمو لګېدلي چې له امله یې دوه ماشومان ټپيان شوي او تر سلو کورنۍ نورو سیموته ک‌‌‌‌‌‌ډه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني ځواکونو د تېرې ورځې راهیسې د تورخم دروازه هم د مسافرو پر مخ تړلې ده.