ننګرهار کې عملیاتو ۱۱ داعش جنګیالي وژلي دي

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې په پیل شویو عملیاتو کې ۱۱ داعش جنګیالي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې شوي چې اوس هم روان دي.

ښاغلی خوګیاني زیاتوي چې په وژل شویو کې د داعش ډلې یو قوماندان هم شامل دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي و چې ۳۸ داعش جنګیالي په ننګرهار کې وژل شوي دي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه‎دي ويلي.