چارواکي: د ننګرهار کوټ او هسکې مېنې کې ۳۸ داعشیان وژل شوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د ننګرهار ولايت په کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې د روانو پوځي عملياتو له کبله په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د داعش ډلې ٣٨ سخت دريځي وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه وسله وال دشاهين ٢۵ په نامه پوځي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د دې ډلې ٧ نور ټپيان شوي هم دي او څو کلي د دې ډلې له موجوديت څخه تصفيه شوي دي.

دغه عمليات د يکشنبې په ورځ د ننګرهار په دغو دوو ولسواليو کې د داعش ډلې پرضد پيل شول.