خوګياڼی: د داعش ضد عملیاتو کې ۲۲ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ داعش وسله‌وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، ۱۱ تنه د هسکې مېنې د ګورګورې او پاپين سیمو کې وژل شوي او نهه تنه نور زخمیان شوي.

دارنګه نوموړی وايي، د کوټ ولسوالۍ په سه پای سیمه کې هم ۱۱ تنه وژل شوي چې په دواړو سیمو کې عملیات اوس هم روان دي.

د چارواکو په وینا د داعش په خلاف په روانو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو هوايي ځواک هم ملتیا کوي.