نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د شوروي اتحاد وتلو سره برابره ده

نن د سلواغې ۲۶مه ده او دا ورځ له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو سره برابره ده.

شوروي اتحاد له نهو کلونو وروسته د مجاهدینو له سخت مقاومت وروسته په دې ورځ خپل سرتېري له افغانستان څخه وایستل.

د سلواغې ۲۶مه په افغانستان کې د بري د ورځې په نوم یاده شوې او حکومت دا ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې.

ټاکل شوې نن په دې اړه په ارګ کې دولتي چارواکي او پخواني جهادي مشران په یوه غونډه کې هم ګډون وکړي.

د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ خو د افغانانو له جدي مقاومت سره مخامخ شول او له سختو جنګونو وروسته په ۱۳۶۷ کال له افغانستانه ووتل.