لغمان کې د ۱۷۱ غاصبينو نوملړ استېناف څارنوالۍ ته سپارل شوی

د لغمان ولایت مقام د ۱۷۱ تنو غاصبینو نوملړ د څېړنو په هدف استېناف څارنوالۍ ته سپارلی دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وويل، دغه نوملړ چې د رسمي مکتوب له لارې څارنوالۍ ته سپارلی د هغو کسانو دی چې د مرکز په ګډون د الينګار، الیشنګ او قرغيو ولسوالیو کې يې د پوهنې ریاست اړوند ملکيتونه غصب کړي دي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې تردې دمه يې په دې ولایت کې څه د پاسه څلور زره جریبه ځمکه د غاصبينو له منګولو راګرځولې.