ارزګان چارواکي: خاص ارزګان کې افغان ځواکونو ۵ ملکیان ټپیان کړي

د ارزګان محلي چارواکي وايي، د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې پنځه ملکیان ټپیان شوي دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ ولسوال ابراهیم جان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د خاص ارزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه کې افغان هوايي ځواکونو بمبار کړی چې د یوې کورنۍ ۵ غړي چې دوه يې ښځې، دوه ماشومان او یو د پاخه عمر لرونکی کس دی ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د دغې سیمې ځايي اوسیدونکي هم وايي چې برید نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې شوی چې د یوې کورنۍ ۵ غړي يې ټپپان کړي دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان ملاعبدالصمد که څه هم دا مني چې په دغه سیمه کې بمبار شوی خو دا نه مني چې په برید کې دې ملکیانو ته زیان اوښتی وي.

نوموړی وايي چې شالۍ ناوه سیمه کې بمبار شوی خو درې تنه طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

له دې څو ورځې وړاندې هم د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې پر یوه کور بمبار شوی و چې د مسؤلینو په خبره د یوې کورنۍ ‍۱۴ تنه په کې ټپیان شوې وو.