افغان ولسمشر پرون ناوخته د اماراتو پلازمینې ابوظبي ته ورسېد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ناوخته په یوه رسمي سفر د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبي ته ورسېد.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر د متحده عربي اماراتو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره خبرې کوي.

"په دې وروستیو کې د متحده عربي اماراتو د ډیپلوماټانو یو پلاوی افغانستان ته راغلی و. متأسفانه ځینې یې د کندهار په تروریستي حمله کې شهیدان شول افغان ولسمشر هم د افغانانو په استازیتوب د دغو ډیپلوماټانو له کورنیو او د اماراتو له دولت سره د غمشریکۍ په هدف دغه هېواد ته ولاړ."

د مرغومي په ۲۱ مه د کندهار ولایت د مقام په میلمستون کې یوې چاودنې ۱۲ تنه ووژل چې په‎کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماټان هم شامل وو.