ترکیه کې اساسي قانون کې د بدلون په اړه ټولپوښتنه کېږي

ترکیه په پام کې لري د اپریل په ۱۶مه په اساسي قانون کې د بدلون په اړه یو ریفراندم یا ټولپوښتنه ترسره کړي.

د ترکیې د انتخاباتو د عالي کمېسیون مشر نن شنبه اعلان وکړ چې د ولسمشر په غوښتنه دا بدلون به د پارلماني سیسټم څخه د ترکیې روان نظام اجرائیوي ولسمشرۍ ته واړوي.

دغه وړاندیز به ولسمشر ته دا واک ورکوي چې احکام صادر کړي، بېړنی حالت اعلان کړي، وزیران او نور لوړپوړي چارواکي وټاکي او پارلمان منحل کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، دا اصلاحات به په ناکراریو کې ثبات ته زمینه برابره کړي.

د اردوغان مخالفینو ویره ښودلې چې دا کار په پراخ ډوله استبدادي مقررات رامنځته کړي.

د ترکیې پارلمان تېره میاشت دغه طرح تصویب کړه.

که چېري په ریفرانډم یا ټولپوښتنه کې هم دا بدلون ومنل شي، رجب طیب اردوغان ته به دا زمینه برابره کړي چې تر ۲۰۲۹ کال پوري د تریکي ولسمشر پاتې شي.