احمدزی: د فبرورۍ په ۲۰ به د انتخاباتو طرحه وړاندې کړو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د روانې میلادي میاشتې په ۲۰ نېټه به ولسمشر ته د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه جامع طرحه وړاندې کړي.

د دغه کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د یادې طرحې له تصویبېدو وروسته به د دوي چارې ګړندۍ شي.

که څه هم ښاغلي احمدزي د انتخاباتو په اړه ولسمشر ته د وړاندې کېدونکې طرحې په اړه جزئیات ورنه کړل، خو د ټاکنیزو حوزو وېش او د انتخاباتي کارتونو څرنګوالی د یادې طرحې مهمې برخې ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په اړه سلا مشورې کړې خو لاهم د انتخاباتو د ترسره کېدو دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.