سرحدي: لغمان کې ترافیکي پېښې یو تن وژلی ۴ ټپيان کړي

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن مړاو څلور نور ټپيان شوي دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار شااوخوا شپږ بجې د کابل جلال اباد په لویه لاره د کاکڅ په سیمه کې د کرولا او ټوډي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ځواک وویل چې په زخميانو کې دوه مېرمنې او دوه نارینه دي.

نوموړی وايي، زخمیان د کاکڅ په کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته انتقال شوي دي.