خپلواک: د کندهار ترانسپورټ عوایدو کې زیاتوالی راغلی

د کندهار چارواکي وايي، د ټرانسپورټ رياست عوايد د تېر مالي کال په نسبت تقريباً ٣٠ فيصده زيات شوي دي.

د والي وياند صميم خپلواک پرون جمعه ازادي راډيو ته وويل د ټرانسپورټ رياست لپاره سږ-مالي کال لوړ هدف ټاکل شوى و:

"د دوى د ١٣٩۴ل کال عوايد ١۵سوه او ٣٦ لکه افغانۍ و چې روان کال په کې ٣لکه او ١٠زره افغانۍ زياتوالى راغلى؛ خو بيا هم د سږکال لپاره د دوى لپاره ټاکل شوى هدف نه دى پوره شوى."

د عوايدو ټولونې په برخه کې د هدف د نه پوره کېدو يو علت د يوې مياشتې لپاره د کندهار-چمن د لارې تړل کېدل ګڼل شوي دي.

د کندهار د ټرانسپورټ رئيس نجيب الله احمدي پرون په کندهار کې وويل په ګمرک رياست کې په ځنډ د چارو ترسره کېدل هم د عوايدو راټولونې په وړاندې يوه جدي سونزه ده.