جرمني د رد شویو کډوالو ایستلو پروسه ګړندۍ کوي

د جرمني صدراعظمې او د دې هېواد د ۱۶ ولایتونو والیانو پرون موافقه وکړه چې له خپل هېواد ه د رد شویو کډوالو د ستنولو پروسه ګړندۍ کړي.

راپورونه وايي، هغه رد شوي کډوال به تر ټولو ژر ایستل کېږي چې جرمي سابقه لري او یا يې د خپل هویت په اړه دروغ ویلي دي.

خپلو هېوادونو ته د رد شویو کډوالو د بېرته ستنولو موضوع وروسته له هغې جدي بڼه غوره کړه چې په تېر ډسمبر میاشت کې د برلین په کریسمس مارکېټ یو تونسي پناه غوښتونکي چې رد شوی و، د لارې په واسطه ۱۲ کسان ووژل.