جرمني کې د تروریستي پلانونو په تور ۲ تنه نیول شوي

د جرمني پولیس وایي، کمانډو ځواکونو یې دوه تنه د یوې تروریستې حملې د پلانولو په تور نیولي دي او د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې یې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

شااوخوا ۴۵۰ کمانډو ځواکونو د فبرورۍ پر نهمه ۱۲ همغږي عملیات کړي چې په نتیجه کې ۲۷ کلن الجزایرې او یو ۲۳ کلن نایجیریایې وګړی نیول شوي چې پولیس یې اسلامپالي تندلاري بولي.

پولیس وایي، دغه دواړه کسان په جرمني کې زېږېدلي دي او پناه غوښتونکي نه دي.

خو په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې دوی دواړو د جرمني تابعیت درلود که نه.

پولیس وایي، دا عملیات یې وروسته له هغه په «Goettingen» ښار کې وکړه چې هلته یې د سلفیانو او نورو تندلارو اسلامپالو لخوا د سختو احتمالي حملو نښې نښانې ولیدلې.

جرمن چارواکو پرون دا هم ویلي چې دوی د افغان طالبانو یو مشکوک غړی نیولی چې ویل کېږي په افغانستان کې په هغه برید کې ښکېل وو چې یو امریکایي سرتېری پکې ووژل شو.

دوی د جرمني د مقرراتو سره سم یوازې د دغه افغان نوم ښودلی دی او وایي، شل کلن عبدل د چهارشنبې په ورځ په باوریا «Bavaria» کې ونیول شو.