سیګار: افغانستان کې د ځمکو اصلاحاتو پروګرام خطر سره مخ دی

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې په افغانستان کې د ځمکو د اصلاحاتو پروګرام لاسته راوړني له خطر سره مخامخ دي او په نهایت کې هغه بودجه چې په دې برخه کې د امریکا لخوا مصرف شوې ضایع شوې ده.

د افغانستان د ځمکو د اصلاحاتو د پروګرام مالي لګښت څه باندې یو څلویښت میلیونه ډالره دی چې د افغانستان لپاره د امریکا پراختیایې ادارې «یو. اس. اې. ای. ډي» لخوا ورکول کېږي.

سیګار په دې ارزونه کې د امریکا د سولې انسټیټیوت د یوه متخصص په حواله لیکلي چې د ځمکې موضوع په افغانستان کې د ستونزو یوه سرچینه ده د دوی په وینا د افغانستان د حکومت یو شمېر اوسني او پخواني غړي ښکېل دي.

دا خبره داسې مهال کېږي چې څه موده وړاندې د افغانستان د اراضۍ ادارې ویلي وو چې د افغانستان په دېرشو ولایتونو کې څه باندې یو میلیون جریبه دولتي ځمکه د زورکواکو او د ځمکو د مافیا لخوا غصب شوې ده.

ولسمشر غني په درېیم ملي ښاري کنفرانس کې ویلي وو چې څلورسوه جریبه ځمکه بېرته له غاصبینو څخه راګرځول شوي او ژمنه یې کړې چې راتلونکی کال به د ځمکو د غصب پر موضوع ډېر تمرکز ولري.