شبرغان ښار کې بې‌ځایه شوي کډوال وايي سختو شرایطو سره مخ دي

شبرغان ښار ته له شااوخوا سیمو او له فاریاب او سرپل ولایتونو څخه راکډه شوي خلک وايي، جګړو او ناامنیو دوی له خپلو سیمو او کورونو محرومه کړي او دا مهال له سختو شرایطو سره مخ دي.

دا بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، په شبرغان کې د ژمي په دې سړه هوا کې په خیمو او یا کنډوالو کې شپې ورځې سبا کوي او هر ډول لازمو موادو ته عاجله اړتیا لري.

سید یوسف یو له هغو ګڼ‎ شمېر بې‌ځایه شویو څخه دی چې د جګړو له امله‌یې خپله سیمه پرېښې ده.

په همدې حال کې د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي، تر اوسه پورې يې له شااوخوا دوه زره بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې او د سړې هوا او واورې د ښوېیدو له پېښو څخه‌يې ژغورلي دي.