سیال: د زابل خاک افغان کې ۱۱ وسله وال مخالفین وژل شوي

د زابل سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په خاک افغان ولسوالۍ کې شوي دي.

خو نوموړي دا ونه‌ویل چې وژل شوي او ټپیان داعش که وسله‌وال طالبان دي.

تر ډېره په خاک افغان ولسوالۍ کې داعش جنګیالي فعالیت لري.