یوناما: ۲۰۱۶ کال کې ملکي تلفات لوړې کچې ته رسېدلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي «یوناما» په خپل یوه نوي راپور کې وایي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ملکي تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن په کابل کې د دغه سازمان د کلني راپور د خپرولو پر مهال وویل چې ملکي تلفات د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۳ سلنه ډېروالی په ګوته کوي.

نوموړي وویل چې په دې رپوټ کې په ګوته شوې چې ۳۴۹۸ تنه وژل شوي او ۷۹۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، د حکومت مخالف عناصر په ځانګړې توګه طالبان د نېږدې دوه پر درېیمې برخې ملکي تلفاتو مسؤلیت لري په داسې حال کې چې لږ تر لږه د یو پر څلورمې برخې پړه‌یې د دولت پلوه ځواکونو په غاړه ده.

یوناما وایي، که چېري په جګړو کې ښکېل اړخونه د خپلو عملیاتو پایلو ته د بیا کتلو جدي هڅه ونه‌کړي نو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه به په زړه بوږنوونکې توګه پر خپل حال پاتې شي.

طالبانو بیا رسنیو ته لېږل شوې اعلامیه کې دغه راپور نیمګړی بللی او رد کړی یې دی.