مسکو ته د رباني د سفر مهمه اجنډا پر ګډو امنیتي ګواښونو خبرې دي

تمه ده سبا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روسیي چارواکو په بلنه یاد هېواد ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه ده د روانې میلادي میاشتې په ۷مه د افغانستان د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوی وزیر صلاح‌الدین رباني له خپل روسي سیال سره په مسکو کې وګوري.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې کتنه کې به د افغانستان د حالاتو، د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، د مسکو او کابل تر منځ د اړیکو پر زیاتېدو او د سیاسي، پوځي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وشي.

مستغني: په دې سفر کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه رسمي سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پر ټولو مهمو موضوعاتو، په سیمه کې د ګډو امنیتي ګواښونو او پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې او همداراز د ګډو فرصتونو څخه د استفادې په اړه خبرې وشي."

ښاغلی مستغني وايي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني به د دغه سفر په ترڅ کې د روسیې له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري.

هاخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې د ښاغلي رباني د سفر په اړه خپره شوې د ترورېزم ضد مبارزه کې د شانګهای د همکاریو له سازمان سره د کابل پر عملي همکاریو ټینګار شوی.

په خبرپاڼه کې همداراز په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې او په‌کې راغلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې نفوذ مخ پر زیاتېدو دی او یاده ډله هڅه کوي چې د نورو وسله‌والو مخالفینو جوړښتونه جذب کړي.

مسکو ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح‌الدین رباني دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په تازه راپورونو کې روسیه طالبانو ته د پرمختللي وسلو پر ورکولو تورنه شوې ده.

په فراه کې امنیتي چارواکي ادعا کوي چې وسله‎والو طالبانو ته داسې پرمختللې درنې وسلې رسېدلي چې ان د افغانستان امنیتي ځواکونه‌یې نه‎لري او د دغو وسلو زیاته برخه‌ روسي مارک وسلې دي.

له دې مخکې روسي چارواکو له طالبانو سره خپلې اړیکې تائید کړي او ویلي دي چې د داعش پر ضد د جګړې د ستراتیژۍ په لړ کې له طالبانو سره معلومات شریکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ټینګار کوي چې د روسیې او افغانستان تر منځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دې.

د دغه کمېسیون مرستیال جعفر مهدوي که څه هم مسکو ته د رباني پر سفر خوشبیني ښيي خو وايي چې روسي چارواکي به د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان د وضعیت په اړه له ښاغلي رباني سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ له څرنګوالي وروسته چې د افغان حکومت اندېښنې یې هم راپارولي، احتمالاً روسیې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له دې امله بللی څو د افغان حکومت سره روښانه خبرې وکړي چې له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ لامل د امنیتي ګواښونو په اړه د دغه هېواد اندښنې دي چې په افغانستان کې یې محسوس کړي."

ښاغلی مهدوي وايي، د افغانستان په اړه د روسیې سیاست تر ډېره د روسیې او امریکا تر منځ اړیکو پورې تړلی دی.

سیاسي کارپوهان بیا په دې باور دي چې مسکو ته د ښاغلي رباني سفر د افغانستان لپاره کومه ګټه نه‌لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی وايي، روسیه په دې هڅه کې ده چې د خپلو وروستیو اقداماتو په اړه افغان حکومت ته وضاحت ورکړي او د افغانستان په اړه حسن نیت وښي.

راپور: عبادالله حنان‌زی