د امریکا عدلیې وزارت د ټرمپ فرمان لپاره عریضه وړاندې کړه

د امریکا د عدلیې وزارت دغه هېواد ته د اوو عمدتاً مسلمانو هېوادونو د اتباعو او همداراز مهاجرو د مؤقت بندیز په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اجرائیوي حکم د بیا تطبیق لپاره رسمي عریضه وړاندې کړه.

دا قانوني غوښتنلیک پرون شنبه څو ساعته وروسته له دې وړاندې شو چې د سیاټل ښار د محکمې قاضي جېمز رابرټ د ولسمشر ټرمپ د اجرائیوي حکم د اجرا مخه ونیوله.

ښاغلي ټرمپ په خپله ټویټرپاڼه کې نوموړی قاضي تش په نامه قاضي وباله او د هغه نظر یې مزخرف وباله.

ټرمپ لیکلي چې د محکمې پرېکړه به بدله شي.