له حسن روحاني نه د پوهنتون د استادانو غوښتنه

په ایران کې د پوهنتون یو شمېر استادانو د دغه هېواد له جمهور رئیس حسن روحاني غوښتي چې د امریکا ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په ځواب کې په هغو امریکایانو محدودیت کم کړي چې ایران ته تلل غواړي.

د "شریف" پوهنتون دوه اویا استادانو پرون په یوه سرخلاصي لیک کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف غوښتي چې امریکایانو ته دې ایران ته له ننوتلو سره سم د ۹۰ ورځو لپاره ویزه صادره کړي.

هغوی ویلي دا کار به د امریکا متحده ایالاتو د پالېسۍ په ځواب کې تر ټولو ښه کار وي څو پوه شي چې ایرانیان څومره مېلمه‌پاله خلک دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په ۲۷مه یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د ایران، عراق، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن اتباع د مؤقت وخت په مخه امریکا ته له ورتلو منع کړای شوي دي.