لسګونه زره کسانو لندن کې مظاهره وکړه

لسګونه زره کسانو د بریتانیا پارلمان مخې ته په لندن ښار کې مظاهره وکړه.

مظاهره‌چیانو له حکومته وغوښتل چې له بریتانیا نه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د لیدنې بلنلیک لغوه کړي.

مظاهره‌چیانو د ټرمپ په وروستي اجرائیوي فرمان چې د کډوالۍ او امریکا ته د سفر په برخه کې یې ورکړی انتقاد وکړ.

یوه مظاهره‌چي له روېټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وویل:

"پوهېږئ، باید په دې پوه شو چې دا د اسلام ضد پالېسۍ نه پرته بل څه نه‌دي او ډېرې ګډوډۍ هم لري."

د امریکا متحده ایالاتو یوې فدرال محکمې د جمعې په ورځ د ولسمشر ډونالد ټرمپ اجرائیوي فرمان موقتاً بند کړ.

څه باندې یو لک کسانو په انلاین لاسلیک سره بریتانیا ته د ټرمپ د راتلونکي سفر د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

اوس تمه ده چې د بریتانیا پارلمان د خلکو د دې غوښتنې په خاطر همدا میاشت بحث ولري.