د م.م یوه چارواکي د کډوالو په اړه د ټرمپ پر پلان شک وښود

د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي په سوریې کې د کډوالو لپاره د یوه خوندي زون د جوړېدو په اړه د امریکا د ولسمشر پرپلان شک وښود.

ډونالد ټرمپ ویلي چې غواړي د داسي زون په رامنځته کېدو سره کډوال وهڅوي چې نورو هېوادونو ته ولاړ نشي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي ویلي چې د ټرمپ دا پلان به کار ورنه کړي او زیاتوي چې زه سوریه په داسي شرایطو کې نه وینم.

ګراندي وایي له دې ورانیو، د جګړې د بېلابېلو ډلو موجودیت، تروریستي ډلې او داسې نور هغه څه دي چې سوریه دې د دې حل لارې لپاره مساعد ځای وي.

ګراندي دا څرګندوني لبنان ته په خپل سفر کې وکړي، د لبنان ولسمشر میشل عون د خوندي زون د جوړېدو نظر تائید کړی او ویلې یې دي چې د نړۍ قدرتونه باید د سوریې له حکومت سره کار وکړي څو دا زون جوړ کړي او د سوریې وګړي وکولی شي خپل هېواد ته بېرته وګرځي.

په سوریې کې له ۲۰۱۱ کال راهیسي چې کورنۍ جګړې پیل شوي، لږ ترلږه یو میلیون وګړي له سوریې څخه لبنان ته تښتېدلي دي.

تمه ده د امریکا ولسمشر ډېر ژر پنتاګون او د بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړي چې د دغه خوندي زون لپاره یو پلان جوړ کړي چې په دې اقدام سره کېدای شي دې ته اړتیا وي په سوریې کې د امریکا پوځي ښکیلتېا ډېره شي.

ټرمپ د زون په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.