د سرپل کوهستاناتو کې د وسله والو د فعالیتونو په اړه اندېښنې

د سرپل چارواکي وايي، د دې ولایت د کوهستاناتو ولسوالي د دولت پرضد د وسله والو مخالفینو د جلب وجذب په مرکز اوښتې ده.

د سرپل والي ظاهر وحدت نن ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالي چې له شااوخوا یو نیم کال راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده اوس د مخالفینو د روزنې، تجهیز او د دولت پرضد د جلب وجذب په مرکزونو اوښتې ده.

د ښاغلي وحدت په خبره په دغه ولایت کې اکثره جنګیالي د بهرنیو هېوادونو اتباع دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې په سرپل ولایت کې پوځي ځواکونه موجود دي او د دولت د وسله والو مخالفینو مخه به ونیسي.