ایران ته د ټرمپ خبرداری: ایران اور سره لوبې کوي

د امریکا ولسمشر د ټویټر په یوه پیغام کې نن یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړ او وېې ویل چې دغه هېواد اور سره لوبې کوي.

د ایران له خوا د تېرې یکشنبې د بالسټیکي توغندي آزمیښت نه وروسته په دوو پرله پسې ورځو کې دا تهران ته د ډونالډ ټرمپ دوهم پرله پسې خبرداری دی.

د امریکا ولسمشر په خپل ننني پیغام کې دا هم ویلي دي چې ایران د امریکا ښیګڼې نه مني.

ډونالډ ټرمپ داسې ښکاري چې په دغې خبرې کې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته اشاره وکړه.

دغه تړون د ایران اټمي پروګرام محدود کړ او په مقابل کې په تهران باندې یې ځینې لګول شوي بندیزونه لېرې شول.

رپوټونه وویل چې سپینه ماڼۍ اوس په ایران باندې د نویو بندیزونو لګولو ته تیاری نیسي.