ټرمپ د میزایلو ازموینې په خاطر ایران ته رسمي خبرداری ورکړی

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ویلي د وروستیو بالسټیک میزایلو د ازموینې په خاطر ایران ته رسمي خبرداری ورکړل شوی دی.

ډونالد ټرمپ نن په یوه ټویټر پوسټ کې لیکلي:

"د ایران مشران باید له دې منندوی وي چې د امریکا متحده ایالات له هغوی سره خطرناکه معاهده لري."

د ټرمپ اشاره له پنځه جمع یو هېوادونو سره د ایران د اټمي لانجې د هواري په خاطر د تېر کال تړون ته وه.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې په خلاف د جنوري په ۲۹مه یو بالسټیک میزایل ازمویلی دی.

اخوا د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای یوه ستر سلاکار علي اکبر ولایتي نن ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو اداره به پوه شي چې خبرداری یې ایران ته بې‌ګټې دی.