د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنې

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو په اړه جدي اندېښنه لري.

د دغه سازمان د افغانستان برخې مسؤلې حوریه مصدق نن ازادي راډیو ته وویل، دا په افغان دولت پورې تړلې ده چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي او د پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

مېرمن مصدق زیاتوي:

"د بخښنې نړیوال سازمان د پېښو شویو مسایلو په خاصه توګه د مخالفینو او ځینو کورنیو له‎خوا د ښځو په وړاندې له وروستیو تاوتریخوالو سخته اندېښنه لري. موږ له افغان دولته غواړو چې دا قضیې ژر وڅېړي او عاملین‌یې د قانون منګولو ته وسپاري."

اغلې مصدق وویل، د بخښنې نړیوال سازمان تمه لري افغان چارواکي ژر اقدام وکړي که نه د دې په خبره له ډیپلوماتیکو لارو به په افغان دولت فشار وارد کړي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ژر وڅېړي.

د بدخشان چارواکو تائید کړې چې وسله‎والو طالبانو پرون او وړمه ورځ په یفتل بالا او یمګان ولسوالیو کې د کیوي او امیر بېګم په نومونو دوه ځوانې ښځې وژلې دي.

په بلخ کې هم په دې وروستیو کې په کشنده ولسوالۍ کې د یوې ښځې غوږونه د هغې د مېړه له‌خوا پرې شوي دي او په شولګره کې دوو وسله‌والو کسانو یوه ځوانه ښځه په ډزو وژلې ده.