صبحرنګ: ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۳ زره قضیې ثبت شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هیواد کې د ښځو پر وړاندې، پر تاوتریخوالي اندېښنه ښيي.

د بدن د غړو پرې کول، وهل ټکول، کم عمره ودونه، ښځې له حقونو بې‌برخې کول، جنسي تېري او داسې نور هغه ستونزې دي چې افغان نجونې او مېرمنې ورسره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي چې د دغو پېښو عاملینو ته جزا نه‌ورکول، د مجازاتو پر وړاندې د معافیت دود، اداري فساد، قانون ته د ښځو، نه‌لاسرسی او ناوړه دودونه هغه لاملونه دي چې له ښځو سره‌یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د دغه کمېسیون غړې ثریا صبحرنګ ازادي راډیو ته وویل، له بده مرغه دوی د روان کال په نهو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۳۰۰۰ قضیې ثبتې کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې ثریا صبحرنګ

نوموړې وايي:

"د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او په تېره کورنی تاوتریخوالی له بده‎مرغه چې فوق‌العاده پراخ شوی، همدارنګه رواني او فزیکي تاوتریخوالی، په زوره ودونه او ناموسي وژنې هم ډېرې شوي او یو کس په اسانۍ سره خپله مېرمن یا لور وژني."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو پر زیاتېدو اندېښنه ښيي چې په تازه شپو ورځو کې د بلخ ولایت د کشنده په ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې دواړه غوږونه پرې کړې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د بلخ کشندې کې یوه سړي له خپلې ښځې غوږونه پرې کړي

دغه ۲۳ کلنه مېرمن چې زرینه نومېږي ازادي راډیو ته له دې سره د دغه چلند په هکله وویل:

"زه لاړم هلته ویده شوم، دی د غبرګې بړستنې لاندې ننوتی و. زه‌یې په څنګ کې پرېوتم او ویده شوم. دی د شپې ۳ بجې پاڅېدلی رسۍ یې راخیستې او زما دواړه لاسونه او پښې یې زما په څادر او رسۍ وتړل. هر څومره چیغې چې مې ووهلې رحم‌یې راباندې ونه‎کړ. غوږونه او ويښته‌یې را پرې کړ او بیا یې خوشې کړم."

د بلخ ولایت د حوزوي روغتون ډاکتران د دغې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی ګڼي.

زرینه یوازنۍ مېرمن نه‎ده چې تاوتریخوالی ورسره شوی بلکې د هېواد په ځینو سیمو کې ګڼې مېرمنې په مختلفو تورونو د وسله‎والو طالبانو له‎خوا هم په ډزو وژل شوې دي.

د بدخشان ولایت سیمه‌ییز چارواکو ویلي چې تېره ورځ د دغه ولایت د یفتل بالا ولسوالۍ خمبیل سیمه کې یوه شل کلنه نجلۍ، د طالبانو د یوه قوماندان سیف‎الله له‎خوا، د نجلۍ د کورنۍ د غړو په مخکې په ډزو ووژل شوه.

دغو چارواکو دا هم ویلي چې سیف‌الله نومي دغه نجلۍ غوښتې وه او دا کار یې له هغې وروسته وکړ چې د نجلۍ د کورنۍ له‎خوا ورته منفي ځواب ورکړل شو.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو پر واندې د تاوتریخوالي د پېښو زیاتېدل مني او وايي چې دغه وزارت د روان کال په درېیمه ربعه کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۵۳۷ قضیې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ ازادي راډیو ته وویل، مجرمینو ته جزاء نه‌ورکول او په علني توګه د دغو پېښو د عاملینو، نه‌محاکمه کېدل، لامل شوی چې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شي.

اغلې وردګ زیاته کړه:

"مجرمینو ته باید جزا ورکړل شي. غواړو ځیني یې علني محاکمه شي، څو نورو ته عبرت شي. کله کله موږ بې‌باوره کېږو، مثلاً د فرخندې قضیه ډېره ځنډنۍ شوه. ځکه چې یوه بوږنونکې قضیه وه او باید ډېر ژر فیصله او قانون پرې پلی شوی وی."

مېرمن وردګ له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د دغسې پېښو عاملین دې ونیسي او قانوني چلند دې ورسره وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان پولیس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوي برخه کې جدي دي او د دغسې پېښو د عاملینو په نیولو کې له هېڅ ډول هڅو څخه سر نه‌غړوي.

بل‎خوا د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالی پر وړاندې د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د روان کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۰۰۰ قضیو ته رسیده‎ګي کړې ده.

د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"لوېه څارنوالي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو برخه کې ژمنه او مصممه ده. د دغو پېښو عاملین د قانون منګولو ته سپاري او سپارلي ېې دي. دا ډول ډېرې قضيې محاکمو ته سپارل شوي دي. موږ همدا اوس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي داسې قضیې لرو چې عاملین‌یې په لنډ مهاله، منځني، اوږد مهال بند او ان په اعدام محکوم شوي دي. ځینې یې نغدي جریمه شوي او په عملي توګه په زندانونو کې پراته دي."

د ښځو د حقونو ملاتړي وايي، پر عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو د باور کموالی او پر دغو قضیو د زورواکو نفوذ سبب شوی چې له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر شي.

دوی دا هم وايي، تر هغې چې د دغو پېښو عاملین په علني توګه محاکمه نه‎شي، له هېواده به دغه ستونزه هم ورکه نه‎شي.

راپور: خان محمد سیند