د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې ۱۷ وړې پروژې بشپړې شوې

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ۱۷ وړې پروژې بشپړې شوې.

د دې پروژو د ترسره کېدو لپاره د چهارشنبې په ورځ په کوټ ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل:

"د څه د پاسه ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې د کلیو پراختیا وزارت له‌خوا او ۴ پروژې د عامې روغتیا وزارت له‌خوا عملاً پای ته رسېدلي."

کوټ هغه ولسوالۍ ده چې روان کال په‎کې افغان ځواکونو او د سیمې یو شمېر خلکو له داعش سره سختې جګړې کړې دي.