خوګیاڼی: د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې ۴ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال ۴ داعشیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسله وال نن چهارشنبې سهار مهال د یادې ولسوالۍ د ګورګوري په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې مړه او ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د یاد ولایت د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې د داعش وسله والو یو سرګروپ هم وژل شوی و.

داعش وسله والو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.