امریکا: د ایران بالسټیک توغندیو ازمایل له اټمي تړونه سرغړونه ده

امریکا ایران ته خبرداری ورکړ چې د اوږده واټن ویشتونکي توغندي هغه ازمیښت‌یې چې د تېرې یکشنبې په ورځ وکړ هېڅ د منلو وړ نه‌دی او د ایران او نړۍ د لویو هېوادونو تر منځ شوي اټمي تړون څخه سرغړونه ګڼل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ایران ته خبرداری ورکړ چې د توغندي وروستی ازمیښت‌يې هېڅ د منلو نه‌دی.

نیکي هیلي «Nikki Haley» دا خبره پرون د امنیت شورا د بندو دروازو تر شا غونډې څخه وروسته وکړه چې د ایران د دغه ازمیښت د څېړنې لپاره د واشنګټن په بلنه ترسره شوه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي.

نوموړې زیاته کړه:

"ایران د جنورۍ میاشتې په ۲۹مه د تېرې یکشنبې په ورځ د منځني حجم یو توغندی د ازمیښت لپاره وتوغاوه، دا مطلقاً نه‌منل کېږي او موږ وغوښتل چې دا موضوع په عاجله توګه مطرح کړو، هغه څه چې موږ د یوه واقعیت په توګه ورباندې پوهېږو دا دي چې ۲۲۳۱ پرېکړې دا ویلي چې ایران باید د بالسټیک توغندیو ازمیښت ونه‌کړي، د بالسټیک توغندیو ازمیښت او دا فیصله په ۲۰۱۵ کال کې شوې ده."

مېرمن هیلي د ایراني چارواکو دا خبره هم رد کړه چې ویلي یې دي چې دا ازمیښت د امنیت شورا د پرېکړې څخه سرغړونه نه‌ګڼل کېږي او دفاعي بڼه لري.

هغې وویل چې ایرانیان په دې پوهېږي چې هېڅ کوم ډول بالسټیک توغندي چې سروکې انتقالولی شي باید ونه‌ازمايي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې زیاته کړه چې کوم توغندي چې ایران د یکشنبې په ورځ وازمایه پنځه سوه کېلو ګرامه سروکې تر ۳۰۰ کېلو مترو پورې رسولای شي.

هغې وویل چې دغه توغندي اټمي سروکې په اسانۍ انتقالولای شي.

مېرمن هیلي خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې موږ ژمن یو چې هغوی باید په دې پوه کړو چې موږ دا مسئله هېڅکله زغملی نه‌شو.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر ماتیو ریکرافت هم د ایران دغه ازمیښت د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک خلاف وګاڼه.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه ازمیښت د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړې څخه بهر دی او د ایران اسلامي جمهوریت د خپل ځان څخه دفاع لپاره د نورو اجازې ته اړتیا نه‌ویني.

د امنیت شورا ۲۲۳۱ پرېکړه د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ له اټمي توافق وروسته وشوه او دغه توافق‌یې تائید کړ.

پرېکړه‌لیک له ایرانه وغوښتل چې د داسې بالسټیک توغندیو پراختیا څخه چې اټمي سروکې انتقالولای شي تر اتو کلونو لاس واخلي.