خوګیاڼی: د ننګرهار اچین کې د داعش ډلې یو سرګروپ وژل شوی

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې هوايي برید کې د داعش ډلې مهم غړی وژل شوی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د بهرنیو ځواکونو بې‌پيلوټه الوتکې د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د اچین ولسوالۍ په پیښې سیمه کې هوايي برید ترسره کړی چې له امله‌يې د داعش ډلې د څلوېښت کسیز ګروپ مشر شاهد عمر په‌کې وژل شوی دی.

نوموړی وايي، دوی ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شاهد عمر د خېبر پښتونخوا اوسېدونکی دی.

داعش وسله‌والو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.