کېلي: راتلونکي کې به د اوو هېوادونو د خلکو شدیده څېړنه کېږي

د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کېلي وايي، په راتلونکي کې به د هغو اوو هېوادونو د خلکو شدیده څېړنه کېږي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرمان پر اساس، د امریکا د ویزې تر بندیز لاندې راغلي دي.

کېلي پرون سې شنبه اعلان وکړ چې د څېړنې پر مهال به د هغوی انټرنټي پاڼې لکه فېس‌بوک او ټویټر کتل کېږي او ټیلیفوني مکالمې به‌یې هم کنټرول کېږي.

هغه زیاته کړه چې پر دې اوو هېوادونو علاوه زیات داسې هېوادونه شته چې د قانون د حاکمیت داسې ادارې او د اسنادو د ثبت داسې سیسټمونه نه‎لري چې د امریکايي مأمورینو قناعت حاصل کړي او د هغوی د وګړو د هویت په اړه ډاډ ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس‌يې د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن پر خلکو او پناه غوښتونکو امریکا ته د ورتګ ویزې د نوي ورځو لپاره بندې شوې.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کېلي هغه رپوټونه رد کړل چې وايي، ولسمشر ټرمپ د دې فرمان تر لاسلیک مخکې مشوره نه‌وه ورسره کړې.