هلمند چارواکي: د لښکرګاه ښار کې دوه توغندي لګېدلي

د هلمند چارواکي وایي چې نن سهار د لښکرګاه ښار کې دوه توغندي لګېدلي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې یو توغندی د ترافیکو مدیريت مخې ته لګېدلی دی چې يو ملکي کس‌يې وژلی او دوهم‌یې د ښار په څنډه کې لګېدلی او تلفات نه‌لري.

نوموړي وویل چې دغه توغندي د وسله‌والو مخالفانو له‌خوا توغول شوي دي.

دا توغندي په داسې حال کې توغول شوي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون هلمند ته سفر وکړ او نن سهار بېرته کابل ته راغی دی.