نیکي هیلي د ایران راکټي ازموینې کاملاً د نه‌منلو وړ بللي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي د ایران راکټي ازموینې کاملاً د نه‌منلو وړ بللې دي.

اغلې هیلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته چې د بندو دروازو تر شا وشوه پرون وویل، د ایران له‌خوا د بالسټیک راکټونو ازموینه داسې یو کار دی چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو تر منځ شوی اټمي تړون تر پښو لاندې کوي.

مېرمن هیلي په نیویارک کې خبریالانو ته دا هم وویل چې ایران د جنورۍ په ۲۹مه یو راکټ ازمویلی دی.

ایران دا رپوټونه نه‌دي تائید کړي چې بالسټیک راکټ‌یې ازمویلی او ګواکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه‌یې سرغړونه کړې ده.

دا پرېکړه‎لیک ایران له دې منع کوي چې د اټمي سروکو د لېږد وړ راکټونه وازمويي.