ننګرهار چارواکي: د داعش لږ تر لږه زر تنه وسله‌وال وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش پر ضد د عملیاتو له پیل راهیسې د دې ډلې لږ تر لږه زر تنه وسله‎وال وژل شوي دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې د داعش زیات وسله‎وال بهرني وګړي او له پاکستانه هغه ولایت ته ورغلي وو.

عطالله خوګیاڼی وايي:

"اوس‌مهال، د داعش وسله‎وال د هسکې مېنې، نازیانو او اچین ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې جنګېږي."

خوګیاڼي زیاته کړه چې د داعش پر ضد هوايي او ځمکني عملیات روان دي.

تېر ډسمبر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ازاديو راډيو سره په خبرو کې وویل چې د داعش ۵۰۰ جنګیالي وژل شوي دي.

هغه وویل، د داعش د ۱۲ لوړپوړو مشرانو په شمول دا شمېر داعش جنګیالي په افغانستان کې د ۲۰۱۶ کال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.