م.م د ایران بالسټیک توغندیو په اړه بېړنې غونډه رابللې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د ایران د بالسټیک توغندیو د ازموینې لپاره د امریکا په غوښتنه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې پرون وویل، ایران د جنورۍ په ۲۹مه د منځني واټن بالسټیک توغندۍ وازمویه، نو د امریکا متحده ایالاتو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې وړاندیز وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا نوي استازي نیکي هیلي تېره اوونۍ وټاکل شوه او د دې له ټاکنې راوروسته دا د امریکا لومړی وړاندیز دی.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر باب کراکر وویل، نور به ایران ته اجازه ورنه‌کړل شي چې د بالسټیک توغندیو ازموینې تکرار کړي، د ترورېزم ملاتړ ته ادامه ورکړي، له بشري حقونو تېری وکړي او نور داسې فعالیتونه وکړي چې نړیواله سوله او امنیت ورسره تهدید شي.

اسرائیل هم له امنیت شورا غوښتي دي چې ایران د بالسټیک توغندیو د ازموینې لپاره مجازات کړي.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.