پېښور کې د ملېشه ځواک پر موټر بمي چاودنې ۹ کسان ټپیان کړي

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې چارواکي وايي، د «اېف. سي» یا ملېشه ځواک پر موټر بمي چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۹ کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د امنیتي چارواکو په خبره، دغه پېښه د سې شنبې په ورځ سهار د پېښور ښار په چارسده روډ سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې له سیمې څخه د ملېشه ځواک موټر د تېرېدو په حال کې و.

د پېښور ښار د پولیسو یوه مشر سجاد خان د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې په پېښه کې ۳ ملېشه سرتېري او ۶ ملکي کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره لیډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي دي.

د سجاد په خبره، پولیس او د ملېشه ځواک سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه‌یې محاصره کړې او تلاشي عملیات‌یې هم کړي دي.

په پېښور کې تر دې مخکې هم پر ملېشه ځواک او پولیسو بمي چاودنې شوي چې ګڼ شمېر سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د تېر کال په نومبر میاشت کې هم د چارسدې روډ په بشیر اباد سیمه کې د همدې «اېف. سي» یا ملېشه ځواک پر موټر بمي چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه ۳ سرتېري یې وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي و.

که څه هم تر دې مهاله لا کومې وسله‌والې ډلې پر ملېشه ځواک دغه بمي برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو تر دې مخکې د دغه ډول بریدونو مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان او یا هم جماعت‌الاحرار وسله‌واله ډله پر غاړه اخلي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په پېښور او د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې یو ځل بیا پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.