مرتضوي: دولتي ویاندویان دې رسنیو ته پر وخت اطلاعات ورکړي

د افغانستان جمهوري ریاست د وزارتونو او له ټولو حکومتي ویاندویانو غواړي چې رسنیو ته په خپل وخت اطلاعات ورکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي نن ازاډي راډیو ته وویل د جمهوري ریاست په ګډون بنسټونه مکلف دي چې د ولسمشر د حکم مطابق له ځنډ پرته له رسنیو سره د معلوماتو په شریکولو کې مرسته وکړي.

دی وايي:

"د جمهوري ریاست په ګډون د ټولو وزارتونو، بنسټونو او ولایتونو ویاندویان ملکف دي چې د ولسمشر د حکم او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون مطابق له رسنیو سره همکاري وکړي."

په ورته وخت کې ښاغلی مرتضوي له رسنیو غواړي چې د ویاندویانو شرایط درک کړي او وخت ورکړي څو کره معلومات له دوی سره شریک کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې رسنۍ شکایت کوي چې د حکومت یو شمېر ویاندویان له دوی سره د معلوماتو په شریکولو کې لازمه همکاري نه‌کوي.