وزیري: طالبانو سره د روسي ساخت وسلو په اړه څېړنه کوو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هغو ایراني او روسي مارک وسلو په اړه به چې په یو شمېر ولایتونو کې یې وسله‌وال طالبان کاروي څېړنه وکړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې له څېړنو وروسته به‌یې پایلې له رسنیو سره شریکې شي او په اړه به‌یې تصمیم ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دفاع وزارت څېړنه کوي که چېرې دقیق شي چې په رښتیا هم روسۍ او ایرانۍ وسلې دوی ته ورکړل شوي وروسته به افغان دولت په دې اړه تصمیم ونیسي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د فراه امنیه قوماندان ویلي وسله‌والو طالبانو ته پرمختللې درنې وسلې رسېدلي چې زیاته برخه‌یې د روسیې ساخت دي.

له دې وړاندې د هلمند والي حیات‌الله حیات ویلي و چې په دغه ولایت کې له جنګېدونکو طالبانو سره ایران مارک وسلې لیدل شوې دي.