هلمند چارواکي: جګپوړی پلاوی د وضعیت ارزونې لپاره رارسېدلې

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د اجرائیه رئیس په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی د هلمند امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دغه ولایت ته رارسېدلی.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک ازادي راډیو ته وویل چې له عبدالله عبدالله سره په دغه پلاوي کې د کورنیو چارو او دفاع وزیران هم ملګرتیا کوي.

ښاغلي ځواک زیاتوي چې دغه جګ پوړی پلاوی دا مهال په ۲۱۵ میوند قول اردو کې له سیمه ییزو چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

دا پلاوی داسې مهال هلمند ته سفر کوي چې له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والوطالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

هلمند د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه دی چې ۶ ولسوالۍ یې د وسله‎والو طالبانو په واک کې دي او پنځه نورې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.