افغان حکومت په ۲ ولایتونو کې له یوې عجیبې ستونزې سره مخ دی

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د وسله‎والو طالبانو د عوایدو پر یوې نوې سرچینې تمرکز کړی او لیکي:

د افغانستان حکومت لږ تر لږه په دوو ولایتونو کې له یوې عجیبې ستونزې سره مخامخ دی.

په لوړه بیه خلکو ته بریښنا برابروي چې ځیني یې د ګاونډیو هېوادونه ګرانه وارداتي ده خو عواید یې وسله‎وال طالبان راټولوي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه که حکومت پر خلکو بریښنا بنده کړي دا کار به خلک چې هسې هم له حکومته ډېر ناراضه دي، لا په غوسه کړي او که بریښنا بنده نه‎کړي عواید به یې طالبان چې بیایې جګړو ته زور ورکړی، لا پیاوړي کړي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

له طالبانو سره له بهرنۍپه تېره بیا د خلیج له هېوادونو پر مالي مرستې سربیره دغې ډلې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو په وړاندې د خپلې جګړې ډېر لګښتونه د کوکنارو او طبیعي زیرمو له درکه په ترلاسه کیدونکو عوایدو پوره کول خو د ډېرو سیمو په لاندې کولو سره اوس ورته د عوایدو د راټولولو نورې سرچینې هم په لاس ورغلي دي.

هغه دوه ولایتونه چې نیویارک ټایمز یې نومونه یاد کړي چې د بریښنا عواید یې طالبانو ته ځي، کندز او هلمند دي.

کندز ته د بریښنا ډېره برخه وارداتي ده خو په هلمند کې د بریښنا د تولید مهمه سرچینه د کجکي بند دی.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال مجید اخوندزاده تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې د کجکي د بریښنا د عوایدو په سلو کې نوي د طالبانو جیبونو ته لوېږي. هغه وایي، طالبان د دې کار لپاره د برقیانو او مامورینو یوه قوي ډله لري او په کجکي، زمینداور، موسي کلا او په سنګین کې په هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، له پنځه زرو نه تر شپږ زرو لکو پورې پاکستانۍ کالدارې د بریښنا د محصول له درکه راټولوي.

د هلمند چارواکي وایي، د بریښنا محصول اوس له کوکنارو او طبیعي زیرمو وروسته د طالبانو د عوایدو دریمه لویه سرچینه ده.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان پر جګړې د امریکا د فدرالي بودجې د کمېدو اغېز په یوه مطلب کې څیړلی او لیکي:

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اقدام چې د خپلې دندې په لومړنۍ اوونۍکې یې د فدرالي بودجې په محدودلو سره د مامورنیو ګومارل وځڼدول، د دې نښه ده چې د دولتي ادارو په چارو کې به ستر بدلونونه راشي.

خو د خپرونې په وینا د افغانستان لپاره به یې بدلون په دې بڼه وي چې ښايي هغه په دې هېواد کې د امریکا د روانو هڅو لپاره کاري پرسونل کم کړي او هغه به د دې سبب شي چې په اوږد مهال کې د واشنګټن لپاره ګران پریوزي.

د فارن پالیسي په لیکنه په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت ورځ تربلې محدودېږي او په اوس وخت کې په دې هېواد کې د امریکایي سرتېرو شمېر۸۴۰۰ تنو ته راکم شوی او دغه ځواکونو په وتلو دي، د طالبانو ګواښ بیا په خپل حال پاتې دی او د استخباراتي معلوماتو د راټولولو، امنیتي او نورو د غیر محارب اختصاصي چارو ډېر کارونه د امریکا د حکومت یوې کوچنی ملکي برخې ته سپارل شوي دي.