د کډوالو په اړه د ټرمپ پر دریځ د اسلامي همکارۍ ټولنې اندېښنه

په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو تر ټولو سترې ټولنې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر موقت بندیز ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د اسلامي همکارۍ ټولنې چې ۵۷ غړي لري، نن دوشنبه وویل چې له جګړې او تعقیبه اکثره تښتېدونکي دې فرمان په غیر منصفانه ډول اغېزمن کړي دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان همداراز ویلي چې دا ډول له تبعضیه ډک اعمال به یوازې سخت دریځي زړور کړي.