ټیفا: انتخاباتو کمېسیون کې د حکومت مداخلو اندېښنې رامنځته کړي

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د حکومت بې‌غورۍ او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټکنیو چارو ته په کتو په روان میلادي کال کې د انتخاباتو ترسره کېدل ممکن نه‌دي.

دوی وايي، حکومت د انتخاباتو له مسئلې سره خورا سوړ چلند کوي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د چمتوالي چارې خورا ورو پرمخ ځي.

یاد بنسټونو چې د دوشنبې په ورځ‌ په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري په یوې جوړې شوې مشورتي ناسته کې ګډون کړی و وویل چې روان وضعیت ته په کتو دا امکان نه‌لري چې په روان میلادي کال کې دې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو انتخابات ترسره شي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ "ټیفا" مشر محمد نعیم ایوب‌زاده له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د زمینې د نه‌برابرېدو تر څنګ په ځینو مواردو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په تخنیکي چارو کې مداخله هم کوي چې دې مسئلې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

ایوب‌زاده: له بده مرغه حکومت انتخاباتي مسایلو ته ډېر پام نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه حکومت انتخاباتي مسایلو ته ډېر پام نه‌کوي، حکومت ډېر سوړ چلند کوي او د ضرورت وړ امکانات او منابع‌یې نه‌دي برابر کړي او ان په ځینو مواردو کې د کمېسیون په تخنیکي چارو کې مداخله کوي چې دا خپله د انتخاباتو د ترسره کېدو او د رأی ورکوونکو د لېست د ترتیب لپاره لوی خنډونه رامنځته کولای شي."

د ښاغلي ایوب‌زاده په خبره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هغه طرحې چې د انتخاباتي حوزو د کوچنیوالي او د انتخاباتي کارتونو په اړه‌یې له دوی سره د دوشنبې ورځې په مشورتې غونډه کې شریکې کړې په اوسنیو شرایطو کې د پلي کېدو وړ نه‌دي.

پر انتخاباتو د څار بنسټونه په داسې حال کې د حکومت او د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون دا نیوکې کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر وايي، دوی به د هېڅ‌چا تر فشار لاندې رانه‌شي او چارې یې ښې پر مخ ځي.

نجیب‌الله احمدزي له مدني فعالانو سره په مشورتي ناسته کې وویل چې له ټولو امکاناتو به کار واخلي، تر څو راتلونکې ټاکنې شفافې او ټول منلې وي.

نجیب الله احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ټاکنو خپلواک کمېسیون په پوره بې‌طرفۍ، شفافیت او په مسلکي ډول خپلې چارې سمبالوي او په دې برخه کې به د هېڅ‌چا سیاسي فشارونو ته تسلیم نه‌شي."

د افغانستان د ارګ ماڼۍ هم وايي چې حکومت د انتخاباتو په برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د انتخاباتي کمېسیونونو له لوري له ارزونې وروسته به ډېر ژر د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه هم اعلان شي.

له دې ټولو سره-سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي بیا وايي، د انتخاباتو په برخه کې تر اوسه د حکومت اقدمات ډېر ټکني دي.

ښاغلي معنوي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او مدني فعالانو تر منځ د مشورتي ناستې په څنډه کې خبریالانو ته وویل که حکومت غواړي راتلونکي انتخابات ټول منلي او شفاف وي باید په دغه بهیر کې د هر ډول مداخلې مخه ونیسي او تر څنګ‌یې له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د انتخاباتو پروسه ډاډمنه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس