ځواک: د هلمند سنګین کې د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې

د هلمند امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د ډله‌ييزو بريدونو مخه نیولې او د نښتې په ترڅ کې یې ۱۳ وسله‌وال وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو مخالفینو پلان درلود چې د ملي اردو د دوهمې لوا پر يو شمېر پوستو ډله‌ييز بريدونه وکړي خو د امنيتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول.

نوموړي وویل چې په سنګین ولسوالۍ کې وسله‌وال مخالفين پر شا تمبول شوي دي.

د هلمند چارواکي وایي، سيمې ته هوايي او ځمکني تازه مرستندويه ځواکونه رسېدلي او پر وسله‌والو مخالفينو يې بريدونه کړي.

خو وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.