ختیځ او ارزګان کې به څه باندې ۲ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي

د هېواد په ختیځ او مرکزي سیمو کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل شو.

روغتيايي چارواکي وايي، په دې کمپاین کې به د ختیځې سیمې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

د ننګرهار د صحت عامه رئيس ډاکتر نجيب کامه‌وال وايي، د دوی د پلان مطابق هغه ماشومان چې په تېرو کمپاینونو کې له واکسینه پاتې وو په روان کمپاین کې به واکسین شي.

ښاغلی کامه‌وال زیاتوي:

"کونړ کې به پخوا ۱۸ زره ماشومان له واکسینه پاتې کېدل خوشبختانه دا شمېره څلور زرو ته راښکته شوې او لغمان کې ۳۰۰ تنه ماشومان د تېر کمپاینه پاتې شوي چې هغه به هم په دې کمپاین کې واکسین شي او په ننګرهار کې تېر کال ۷۵ زره ماشومان د واکسین نه بې‌برخې و چې دا شمېره ۱۰ زرو ته راښکته شوه خو په دې کمپاین کې د یوه نوي پلان له مخې موږ پلان لرو چې ټول ماشومان واکسین کړو."

د ننګرهار د حج او اوقاف ریاست سرپرست مولوي محمد مطهر وايي، واکسین د اسلام له نظره جایز دی او هېڅ ډول ستونزه نه‎لري.

دی وايي، د دې په خاطر چې زموږ ماشومان په راتلونکي کې د احتیاج له ژونده بچ شي ټولو ته په‌کار ده چې د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي.

ښاغلی مطهر دغه‌راز زیاتوي:

"کوم ماشومان چې کله کنډو شي نو بیا هغه ټول عمر محتاجه وي او ټول عمر خوار وي نو زما غوښتنه له ټولو دا ده چې د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړئ ځکه چې راتلونکی نسل باید ښه اینده ولري."

د روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۷ میلادي کال له پيله تر دې دمه په ټول هېواد کې د پولیو وایروس کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د هېواد په کچه د پولیو زیاتې پېښې په ختیځه سیمه کې موجودې وې.

بل‌خوا د ارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي ازادي راډيو ته وویل چې د پولیو ضد دغه درې ورځني کمپاین پر مهال به په ارزګان ولایت کې څه باندې ۱۹۷۰۰۰ زره کم عمره ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم په دغه ولایت کې نا امنۍ پراخې دي خو هڅه کوي چې د ارزګان ټولو ولسوالیو او کلیو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورسوي.

ښاغلي خروټي زیاته کړه:

"ارزګان ولایت کې خلک باید له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي، ځکه واکسین د دوی ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ ژغوري."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په دغه ولایت کې مسؤلینو ویلي وو چې د ناامنیو له امله یو ځل ټول ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې‌برخې پاتې شوي وو.