نن دوشنبه ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې نن به ټول هېواد کې د ماشومانو لپاره د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین پیل شي.

د دې وزارت د پولیو د له‌منځه وړلو پروګرام مشر ډاکټر میوند احمدزي پرون په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

ښاغلي احمدزي هیله وښوده چې سږ میلادي کال به د پولیو ټغر له افغانستانه ټول کړي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، تېر ۲۰۱۶ کال په افغانستان کې د پولیو ۱۳ پېښې ثبت شوي چې دا د وړم ۲۰۱۵ میلادي کال په نسبت د پولیو اووه کمې پیښې دي چې ثبتېږي.

هغه کال د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوې وې.