ظریف: د ټرمپ وروستۍ پرېکړه سختدریځو ته ښه تحفه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، د امریکا متحده ایالاتو ته د اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر داخلېدو د بندیز لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه سختدریځو او د هغو ملاتړو ته ښه تحفه ده.

محمد جواد ظریف پرون شنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې ترورېستان به له دې ډله‌ییز تبعیضه د کسانو په ګومارلو کې ګټه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له امریکايي اتباعو سره به متقابل عمل وکړي، خو ظریف وویل چې دا بندیز به پر هغو امریکایانو نه‌وي چې له وړاندې څخه په ایران کې په قانوني ویزه اوسي.