غور او بغلان کې نېږدې ۵۰۰ کېلو ګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي

د غور او بغلان سیمه‌ییز چارواکي د یوه اندازه مخدره موادو د نیولو خبره ورکوي.

د دغو مخدره موادو اندازه نېږدې ۵۰۰ کېلو ګرامه بلل شوې.

د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالبصیر قادر پرون ازادي ارډیو ته وویل، دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې ۵۲۰ کېلو ګرامه مخدره مواد تېره اوونۍ نیول شوي وو.

د غور له مخدره موادو سره د مبارزې مدیر نورالدین شریفي بیا د یادې اندازې مخدره موادو د نیولو خبره ردوي.

پولیسو ویلي وو، تېره اوونۍ یې په غور کې له ۱۰۰ کېلو ګرامه مخدره موادو سره یوځای دوه تنه قاچاقبر هم نیولي دي.

اخوا د بغلان امنیه قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال امیرګل حسین‎خېل وايي، پولیسو پرون یوه عراده کرولا موټر نیولی چې په‎کې ۷ کېلو ګرامه هیروئین او ۱۰ کېلو ګرامه چرس ځای پر ځای شوي و.

په بغلان کې د مخدره موادو د قاچاق په تور یو تن چې د پروان د بګرام اصلي اوسېدونکی دی هم نیول شوی دی.